په سوریه کې د اسد له پرځېدو راوروسته لومړنۍ سختې نښتې؛ شا او خوا اویا کسان وژل شوي

په عکس کې لاذقیه ته روان سوریايي ځواکونه ښکاري

د سوریې د جګړې د څار سازمان نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې د نوې حکومت د امنیتي ځواکونو او د پخواني رژیم د وفادارو وسلوالو ترمنځ نښتو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي. دا نښتې د سوریې په ساحلي سیمو کې شوې، هغه سیمې چې د مرکزي حکومت له کنټرول څخه بهر وې.

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت تېره شپه د لاذقیې، تارتوس، او شاوخوا کلیو ته د زیات شمېر امنیتي ځواکونو د استولو پرېکړه کړې، څو دا سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په دغو سیمو کې د علویانو لږکي ژوند کوي، چې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ یې کاوه او لا هم وفادار پاتې دي.

د د اسد د رژیم له سقوط وروسته تر ټولو خونړۍ نښتې

له هغه وخت راهیسې چې د تېر ډیسمبر په پیل کې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم د "هیئت تحریر الشام" تر مشرۍ لاندې یاغي ډلو له واکه راوپرځاوه، دا په دې هېواد کې تر ټولو سختې نښتې ګڼل کیږي. د نوې واکمنۍ له پیل وروسته، د علویانو پر لږکي ځینې فرقوي بریدونه شوي دي.

که څه هم د سوریې نوی حکومت وايي چې فرقوي او انتقامي بریدونو ته اجازه نه ورکوي، خو په دې هېواد کې په خواره وارد ډول داسې بریدونه لا هم ترسره کیږي.

د جمعې په سهار ګڼ شمېر سرتیري د لاذقیې ښار په مرکز کې ځای پر ځای شوي، او د سرکونو پر سر هېڅ ملکي وګړي نه لیدل کېدل، ځکه چې په ساحلي سیمو کې ګرځبندیز اعلان شوی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، وایي چې له پنجشنبې د جمعې تر سهاره ۳۵ حکومتي سرتیري او ۳۲ پرځېدلې ولسمشر بشار الاسد ته وفادار وسلوال وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې مشر، رامي عبدالرحمن، ویلي چې د بانیاس او جَبله ښارونو لمنې لا هم بشار الاسد ته د وفادارو کسانو تر کنټرول لاندې دي.

هغه دا هم ویلي چې د بشار الاسد د زوکړې ښار، قَرداحه، او د شاوخوا څو علوي مېشته کلیو کنټرول لا هم د مرکزي حکومت له واکه وتلی دی.

د سیمې خلک څه وايي؟

د قَرداحې ځینو اوسېدونکو د "اسوشیېټډ پرس" خبري آژانس ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي چې په سیمه کې وضعیت ډېر خراب دی.

د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې، چې د سوریې کړکېچ پیل شو، تر دې دمه په دې هېواد کې له ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، او ملیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.