د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا د مرستو بندیدل د روغتیا په برخه کې یونیم میلیون افغانان اغیزمن کړي دي

په افغانستان کې د پخوا پرتله روغتیايي امکاناتو ته د امریکا د مرستو په بندیدو سره لاسرسی محدود شوی دی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او هیلټ کلسټر وايي، د امریکا د مرستو په بندیدو سره په افغانستان کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډلي او یا هم دا مرکزونه تړل شوي دي.

دې ادارو په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې پر ریلف ویب خپور کړی ویلي،" د افغانستان په ۲۵ولایتونو کې د دې روغتیايي مرکزونو په تړل کیدو سره یونیم میلیون کسان اغیزمن شوي دي".

په راپور کې تر ټولو زیانمنې سیمې د افغانستان خیتځ یاد شوی چې تر پنځوس سلنه ډیر روغتیايي مرکزونه په کې تړل شوي دي.

د دغو ادارو په ټکو، تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیړینو بشري پروژو مرستې ترلاسه کولې.

ډبلیو اچ او او هیلټ کلسټر په داسې حال د دې روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو خبره کوي چې لا د مخه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي څخه شکایت درلوده.