یونسکو په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په ښوونځیو کې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځول شوې، له دې سربیره طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی

یونسکو نن جمعه په پاریس کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي.

د ملګروملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په هغې بیان کې چې د دې ادارې پر ویب پاڼې خپور شوی ویلي، "د ناستې موخه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د زده کړې حق او هغوو ازادیوو په اړه د نړیوالو خبرول او ملاتړ ترسره کول دي چې افغاني ښځې او نجونې ترې محرومې شوي دي".

یونسکو ویلي، د دې ناستې په جوړولو سره غواړي د نړۍ پام د افغانو ښځو او نجونو وضعیت ته راوړوي.

که څه هم د یونسکو په بیان کې د ناستې د ګډونوالو په اړه څه ویل شوي نه دی، خو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې سبا شنبې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

د دې ورځي په مناسبت له افغانستانه د باندې د ښځو د حقونو یو شمیر ملاتړي سازمانونه او ادارې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون ناستې جوړوي چې موخه يې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدویتونو لیرې کیدل او نړیوالو ته د افغان ښځو غږ رسول وي.