نوموړي د افغانستان پر وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت پر اغېزو خپل تازه راپور کې ویلي، چې ملا هبتالله په کندهار کې تر خپلې مشرۍ لاندې مهمې غونډې جوړې کړې او په کلیدي پوستونو یې خپل وفادار کسان ګمارلي دي.
"د طالبانو پالیسیو د افغانانو اقتصاد لا کمزوری کړی"
دا راپور، چې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۶مه) پر ریلیف ویبپاڼه خپور شوی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او امنیت شورا د پرېکړهلیکونو له مخې چمتو شوی، او د مارچ په ۱۰مه به د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شي.
د ۱۶ مخیز راپور له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نیټې تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۳۱مې مودې باندې تمرکز لري، د افغانستان اقتصادي، امنیتي، بشري او ټولنیز وضعیت ارزول شوی.
راپور څرګندوي، چې د طالبانو محدودوونکې پالیسي او کړنلارې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، اقتصادي فعالیتونه او معیشت سخت محدود کړي.
راپور زیاتوي:
"په دې سره اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو مخه ډب شوې، او دا پالیسۍ د بشري حقونو له نړیوال قانون او د افغانستان له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه ده."
د طالبانو لخوا د ښځو پر زدهکړو نوي محدودیتونه
د راپور له مخې، اوسنیو طالب چارواکو د طبي زدهکړو ته د ښځو د لاسرسي پر ضد نوي محدودیتونه وضع کړي.
همدارنګه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښځو پر ژوند نور محدودیتونه لګولي دي.
په راپور کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه شوې، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
د افغان مېرمنو اندېښنې
د کابل یوه اوسېدونکې، بهار، ازادي راډیو ته وویل:
"زما په ګډون ډېرې نجونې رواني ستونزو سره مخ دي، ځکه نه یواځې دا چې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې یو، بلکې حس کوو د خپلو کورنیو د اوږو بار یو."
د کندز یوه اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل:
"زما د لوڼو تحصیل نیمایی کې پاتې شو. دلته نه درس شته نه تحصیل. د هغوی د راتلونکي په هکله ډېره اندېښمنه یم چې څه به ورباندې کېږي."
ملګري ملتونه: د طالبانو لهخوا هدفي وژنې او شکنجې دوام لري
د ګوتریش په راپور کې راغلي، چې د پخوانیو حکومتي چارواکو، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو غړو ته پرته له محکمې د وژنو، نیونو، توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند راپورونه دوام لري.
راپور وايي، د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نیټې تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۳۱مې، د امنیت اړوند ۲۰۸۱ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کلونو د ورته مودې په پرتله ۱۶.۸ سلنه کموالی ښيي.
خو د غلا پېښې ۱۰۸ ثبت شوې، چې دا بیا ۱۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
نورې مهمې برخې
راپور د افغانستان پر لاندې مسایلو هم رڼا اچولې ده:
- د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض
- د افغانستان بودجې کمښت
- له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې
- د رسنیو د ازادۍ محدودیتونه
- د سیاسي پرمختګونو او امنیت وضعیت
- د نشهيي توکو ضد مبارزه
- د بشري مرستو همغږي او اغېزمنتوب
- د ملګرو ملتونو د یوناما ماموریت راتلونکی
یوناما ماموریت به دوام وکړي؟
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو یوناما ماموریت د روان مارچ میاشتې په ۱۷مه پای ته رسېږي، او د امنیت شورا په راروانه غونډه کې به د دې ماموریت د تمدید په اړه پرېکړه وشي.