ایراني رسنیو راپور ورکړی چې چارواکو په کرمان کې د افغان کارګرانو د استخدام په خاطر ځینې فابریکې تړلې دي.
د ایران رسمي دولتي خبري اژانس صدا و سیما راپور ورکړی چې د بیګانه او ناقانونه اتباعو د ګمارنې او د ګران پلورنې په خاطر د ځینو کارخونو پلټنه او تړل دوام لري.
ایران کې د یوې قانوني لایحې له مخې د اتباعو چې معمولاً یې افغان کډوالو ته کاروي په کار ګمارنه ناقانونه ګرځول شوې او که فابریکې کوم افغان کارګر استخدام کړي نو د ورځې څه باندې یو میلیون تومانه جریمه کېږي او بلاخره یې کار تړل کېږي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغان راجستر شویو کډوالو اقامه د همدې کال تر پایه کار ورکوي او تر هغه وروسته به افغانان له خپلې خاورې وباسي.
ایران بیا په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې ایستلي.