د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې يې ۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور په دور وهلي دي.
په هغه اعلامیه کې چې نن یکشنبې د (مارچ۲مه) دغې محکمې خپره کړې ویلي، د دې ولایتونو د سیمه ییزو محکمو د پریکړو پر بنسټ يې دا کسان په درو وهلي او په تنفیذي بند محکوم کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې درې کسان د نامشروع جنسي اړیکو په تور په ۳۹ درو، او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې درې نور کسان بیا د لواطت په تور په ۳۹ درو او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دی.
د سترې محکمې په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي یو تن په کابل کې د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور په ۳۹ درو او دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د طالبانو له خوا مجرمینو په عام محضر کې د بدني سزاوو ورکول د بشري حقونو د بنسټونو له غبرګونونو سره مخ دي.