یو شمېر دغو مېرمنو نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپل ژوند د سخت وضعيت په بيانولو سره د ترکیې له چارواکو وغوښتل چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په ترکیه کې یوې مېشتې افغانې کډوالې وویل:
«موږ یوازې غواړو لکه یو انسان ژوند وکړو او موږ ته حق راکړل شي.»
دا، د یوې افغانې کډوالې زينب هاشمي ، غوښتنه ده، چې وایي له لسګونو نورو افغانو ښځو سره یو ځای د قانوني ستونزو، د کار جواز د نشتوالي، او سختو محدودیتونو سره مخ ده.
هغې د شنبې په ورځ، د فبرورۍ ۲۲، ازادۍ راډیو ته وویل چې شاوخوا درې کاله وړاندې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ترکیې ته پناه وړې، خو هلته هم هره ورځ له محدودیتونو، ستونزو او د شړلو له ګواښ سره مخ ده.
«دلته هر څه د کډوالو پر ضد دي؛ د کار اجازه نهشته، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نهلرو، اولادونه مو ښوونځي ته نهشي تللی. که موقتي کار پیدا هم کړو، یوازې دوه یا درې ساعته مزد لرو، چې د ورځې عادي لګښتونه هم پرې نهشي پوره کېدای. موږ ته دې د کار اجازه راکړل شي، څو وکولای شو عاید ولرو.»
هدا کریمي، بله افغانه کډواله، هم ورته اندېښنې لري:
«په افغانستان کې له محدودیتونو او خرابو شرایطو سره مخ وو، له همدې امله مو هېواد پرېښود، او له زرهاوو ستونزو سره مو ځان ترکیې ته راورساوه. خو دلته هم وضعیت ډېر خراب دی؛ کار نشته، که پیدا هم شي، د کار جواز غواړي. بیې ډېرې لوړې دي، هېڅ شی اخیستلای نهشو. ورځ او شپه په سختۍ سره تېرېږي. بېرته افغانستان ته تلای هم نهشو، ځکه هر څه مو پلورلي، او دلته مو ټول څه مصرف شول.»
دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې مېشتې يوشمېر افغانو ښځو ولسمشر رجب طیب اردوغان، او د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ته پرانیستی لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.
د دې لیک یوه نسخه، چې د فبرورۍ ۲۱ د "افغان ښځو د فعالانو همغږې کوونکې ادارې" لخوا خپره شوې، د افغان ښځو پر سختو ستونزو تمرکز لري، چې پکې د اسنادو نشتوالی، روغتیایي خدماتو ته نهلاسرسی، د اولادونو لپاره د زدهکړې نشتوالی، او د کار کولو نهلرل شامل دي.
حمیده الفت، چې په ترکيه کې د دې ادارې غړې ده، ازادۍ راډیو ته وویل:
«لومړی موږ د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه لرو، څو یې موده زیاته شي، او پولیس موږ ونه ځوروي، څو موږ وکولای شو له اندېښنو پرته ژوند وکړو. دوهم، موږ ته دې د کار اجازه راکړل شي، څو خپل ورځني لګښتونه پوره کړو، ځکه د بیکارۍ سره ژوند ډېر سخت دی. درېیم، موږ د خپلو ماشومانو د زدهکړې حق غواړو، څو هغوی هم لکه نور ماشومان ښوونځي ته لاړ شي.»
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په وروستیو اوونیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.
راپورونه ښیي چې ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
تر دې مخکې، د بشري حقونو سازمانونو هم د ترکیې د پولیسو لخوا د کډوالو د نیولو او چلند په اړه اندېښنه ښودلې او له ترکیې یې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو او د کډوالو قانوني حقوقو ته درناوی وکړي.
په تېرو شاوخوا درې کلونو کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، لسګونه زره افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله، په قانوني ،ناقانونه لارو ، ځانونه ګاونډیو هېوادونو او همداراز ترکیې ته ورسوي.
د ترکیې د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳۲۰ زره افغان کډوال په ترکیه کې ژوند کوي، چې ډېری یې د ویزې، د ځانګړو پناه غوښتنې کارتونو یا د استوګنې اسنادو د ترلاسه کولو په بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ دي.