د پولیو دا مثبته پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ په «قرتو» کلي کې ثبت شوې او اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.
په بادغيس کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د وقايوي چارو مسوول، محمد یوسف نجمي، د شنبې په ورځ (فبروري ٢٢) په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:
"په بادغيس ولايت کې چې د پوليو وروستۍ مثبته پيښه ثبت شوې د نسيمې په نوم پنځه کلنه نجلۍ ده چې د بالا مرغاب د قرتو کلي اوسېدونکې ده، ماشومه د مخ له برخې فلج وه د جنورۍ مياشتې په ٢٩ يې اول سمپل ترې اخيستى او ٣٠ کې يې دوهم سمپل اخيستي بيا مو پايله هرات کابل او پاکستان ته ولېږله چې د فبرورۍ په ١٣ يې پايله مثبته را ووته"
هڅه مو وکړه چې د دې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره هم وغږېږو خو له ډېر کوښښ وروسته دا چې د لرې پرتې سيمې اوسېدونکي ده، مخابراتي شبکو ته د دوى د نه لاسرسي له امله بريالي نه شوو.
دا په افغانستان کې د روان (۲۰۲۵) کال لومړنی د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده.
تر دې وړاندې، د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وه تأیید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اچ او) د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې تأیید کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له کله نه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیاپالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.
يو شمېر کورنۍ هم د واکسين له دې ډول تطبيق خوښ نه دي او د کور په کور د واکسين د ډول د بيا پيلېدو غوښتنه کوي.
د دوى په خبره په دې ډول تطبيق سره ډېرى ماشومان له واکسين پاتې کېږي.
د بادغيس ولايت د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي شهرزاد آزادي راډيو ته وويل:
"مخکې د خلکو ماشومان کور په کور واکسين کېدل ان پوښتنه يې کوله چې ماشوم څو کلن دى خو اوس واکسين د پخوا په پرتله ډېر کمرنګه شوى جومات پر جومات ګرځي په دروازه کې يو غلى غږ وکړي که څوک راغله ښه او تر ښه کنه زر بېرته ځي حال دا جې بايد په يو جومات کې يو ساعت ودرېږي دوى لس دقيقي درېږي ځکه نظارتي هيت نه لري په خپل سر چې له دوى تظارت وکړي د څلورو کلونو په پر تله د بادغيس په بالامرغاب کې واکيس ډېر کم رنګه شوى
"د کابل اوسېدونکې هديه چې له پنځو کلونو کم عمره خور او ورور لري هم د کور په کور واکسين د تطبيق غوښتنه کوي.
"ډېر وخت شوى چې نشو کوى خپل ماشومان او واړه خور او ورونه واکسين کړو ځکه مخکې خلک کور ته راتلل او ماشومان يې واکسين کول خو اوس وايي خپله صحي مرکزونو ته راولٸ زموږ ماشومان پوليو ته اړتيا لري غواړو بېرته همغه کور په کور لړۍ پيل شي"
د ننګرهار اوسېدونکى محب الله:
"مخکې چې واکسين کور په کور و يو ماشوم به هم نه پاتې کېده که هغه ويده و که ويښ و که به مېلمه و ټول واکسين کېدل نو اوس چې کور په کور واکسين نشته خامخا مس ماشومان زياد شوي دي مخکې به څلورمه ورځ تاکيدي ورځ وه چې ماشومان به واکسين کېدل کوم چې پاتې به وو اوس هغه ورځ هم له منځه تللې"
دا په داسې حال کې ده ، ټاکل شوې چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.
له پولیو پاک افغانستان په نوم یو بنسټ نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دى یاد کړي، پیل شي.
د يادولو ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم پهکې د پولیو یا د ګوزڼ مثبتې پېښې موجودي دي.