د سږکال د بشري حقونو نړیواله جایزه دوو افغانو ښځو ته ورکړل شوې ده

مسعوده جلال او حسنا جلال

د بشري حقونو د څه باندې ۳۰ بنسټونو ایتلاف ویلي، د سږکال د جېنوا د سرمشریزې د ښځو نړیواله جایزه په افغانستان کې د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې مسعودې جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.

د جېنوا سرمشریزې د سه شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا جایزه د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب چې د بشري حقونو لپاره یې هڅه کړې، مسعودې جلال او حسنا جلال ته ډالۍ شوې ده.

په خبرپاڼې کې وړاندې راغلي، مسعوده جلال لومړنۍ ښځه وه چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و.

د خبرپاڼې په ټکو، حسنا جلال هم د افغان ښځو غورځنګ جوړ کړی چې په نړیواله کچه د ښځو غږ پورته کوي.

دا جایزه د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په ۱۷مه کلنۍ غونډه کې د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب ډالۍ شوې چې د انساني کرامت او برابرۍ لپاره یې مبارزې کړې دي.