بریټانیا د ۲ زرو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو د بیا مېشتېدنې غوښتنلیکونه رد کړي

د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۷مه خپور شوی، په افغانستان کې د هغو واحدونو د خدمت کره شواهد موجود دي چې له بریټانیا څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه.

ویل شوي، دغه ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې، د بریټانیوي ځواکونو لخوا روزل شوي، مالي تمویل یې شوی او یا هم په مستقیم ډول ملاتړ شوي دي.

د ۲ زرو د زیاتو غوښتنلیکونو د ردېدو خبره د روانې میاشتې په لومړیو کې د محکمې په جلسو کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي لخوا د شکایت په ترڅ کې افشا شوې ده.

د بریټانیا دفاع وزارت دا اقدام د هغو پخوانیو ادعاوو خلاف دی چې ویل یې، هغه افغانان چې له بریټانیوي ځواکونو سره یې کار کړی وي، د بریټانیا د بیا مېشتېدنې پالیسۍ له مخې، دې هېواد ته د انتقال مستحق دي.

د دفاع وزارت څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې د سلګونو افغان ځانګړو ځواکونو د بیا ارزونې پروسه به بشپړه کړي، څو بریټانیا ته انتقال شي، خو اوس یې دا پرېکړه بدله کړې ده.

په دې اړه د بریتانیا پخوانۍ ژمنه د بريتانيا حکومت د تېر نظام يوشمېر افغان ځانګړو ځواکونو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي

هغوی چې بیا مېشتیدنه یې رد شوې

یو شمېر افغان کمانډویانو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې د بریټانیا د دولت لخوا رد شوې دي.

عزیزالله، چې د تېر جمهوري نظام ځانګړو ځواکونو غړی و او اوس په پاکستان کې مېشت دی، ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ غوښتنلیک تېر کال څېړل شوی و او د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې کمیټې ته واستول شو. موږ په تمه وو، خو اوس یې ویلي چې نور مه انتظار باسئ."

د کومانډو ځواکونو یو بل سرتېري، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وویل:
"ټولو کمانډویانو اوږه پر اوږه له بریټانیا سره کار کړی، خو نن د رد ځواب په ترلاسه کولو کاملاً نا هیلي شوو. موږ افغانستان کې هېڅ راتلونکی نه لرو، پټ یو، نه شو کولای کار وکړو او خپل ژوند ته رسېدنه وکړو."

د بریټانیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پر مهال شاوخوا ۲ زره افغان ځانګړو ځواکونو له بریټانیوي ځواکونو سره ګډې دندې ترسره کړې وې.

دغه ځانګړې قطعې د "Triples" په نوم د بریټانیا د حکومت لخوا تمویلېدې.

دا هم کتلی شئ د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د تېر جمهوري نظام پوځيانو ته څه پېښ شول؟

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بریټانیا د (اې، ار، ای، پي) یا "د افغانانو د مرستې او مېشتېدنې" پروګرام طرحه کړ، چې موخه یې هغو افغانانو ته د کډوالۍ اسانتیا برابرول و، چې له بریټانیوي ځواکونو یا دولت سره یې کار کړی و.

د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې، ۱۷ زره او ۹۵۶ افغانان د دې پروګرام له لارې بریټانیا ته انتقال شوي دي.

له افغانستانه د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، پاکستان او ایران ته تللي، څو د پناه غوښتنې پروسې ته دوام ورکړي. خو د بریټانیا لخوا د دوی د غوښتنلیکونو رد کېدل، د دوی راتلونکی لا نازک کړی دی.