ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هیواد د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي او دوه چارټر الوتنې یې لغوه کړې دي.
د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه افغانان چې الوتنې یې ځنډول شوي، لا دمخه یې د جرمني ویزې ترلاسه کړې دي.
ویل شوي چې دا الوتنې د جرمني د بیا میشتیدنې د پروګرام یوه برخه وه چې هدف یې دغه هېواد ته د سلګونو افغانانو لیږدول وو.
ډېری افغانان چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو، بنسټونو او موسسو سره اوس مهال له پاکستان او نورو هیوادونو څخه جرمني ته د تلو په تمه دي.
جرمني دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد پروسه وروسته له هغه ځنډولې چې تېره پنجشنبه په مونیخ کې یوه افغان کډوال په خپل موټر باندې لسګونه کسان ووهل.
د فرهاد په نوم افغان کډوال چې تر دې برید وروسته نیول شوی خپل موټر په مونیخ ښار کې د تجارت د اتحادیې په لاریونوالو وروست. په هغه برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ټپیان شول چې له ډلې یې وروسته یوې دوه کلنې ماشومې او ۳۷ کلنې مور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.