د روسیې سلګونه سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي شوي دي

له هغې ویډیو څخه اخیستل شوی یو تصویر چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جنورۍ په میاشت کې شریکه کړې وه.

یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګ‌یانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.


په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا (Aleksandr Matsegora) د روسیې د دولتي ورځپاڼې Rossiiskaya Gazeta سره په یوه مرکه کې ډېر جزئیات ورنه کړل چې څومره روسان د شمالي کوریا په روغتونونو کې بستر دي او نه یې هم د مرګ ژوبلې یا د وژل شویو کسانو کره شمېرې وړاندې کړې.

د هغه له خولې ویل شوي:
"د (مسکو او پیونګ‌یانګ) ترمنځ د ورورولۍ د چلند یو روښانه بېلګه دا ده چې (د اوکراین د جګړې) سلګونه ټپي سرتېري د کوریا په روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې تداوي کېږي."

مسکو د ۲۰۲۲ کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د پراخ یرغل له پیل شا او خوا شپږ میاشتې وروسته، د اوکراین په جګړه کې د مرستې لپاره شمالي کوریا ته مخه کړه.

د لویدیځ استخباراتي راپورونه وایي، روسیې له شمالي کوریا څخه میلیونه د توپخانې مرمۍ اخیستې. هغه راپورونه، چې د سپوږمکیو عکسونو هم تایید کړي، ښيي چې د ارام سمندر پر غاړه، د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوږدو کې د اورګاډي د سټیشنونو، پُلونو او د بندري اسانتیاوو د بیا جوړولو نښې لیدل شوې دي.

تېر منی، شمالي کوریايي سرتېري د اوکراین سره د روسیې د پولې په اوږدو کې د جګړې پر لیکو راڅرګند شول، په ځانګړي ډول د کورسک سیمې کې، چې اوکراین د اګست په میاشت کې پرې یرغل کړی و.

د نومبر په میاشت کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د ستراتیژیکې ملګرتیا یو تړون لاسلیک کړ، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سیاسي اړیکې یې لا ژورې کړې.

د لویدیځ او اوکراین چارواکو ویلي، چې د ۱۰,۰۰۰ څخه تر ۱۲,۰۰۰ پورې شمالي کوریايي سرتېري د کورسک سیمې ته لېږل شوي دي، او اوکرایني ځواکونو د هغوی نامعلوم شمېر بندیان نیولي دي.

تېرې میاشت کې، د اوکراین چارواکو راپور ورکړ چې شمالي کوریايي سرتېري د کورسک د جګړې له لیکو نادرکه شوي، چې ښايي سبب یې وراوښتې درنه مرګ‌ژوبله وي.

خو لا هم معلومه نه ده چې آیا د شمالي کوریا ځواکونه دغلته د جګړې له لیکو د تل لپاره په شاه شوي دي، که د دمې او بیرته اکمالېدو په خاطر شا ته تللي دي.

په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر ماتسیګورا همداراز ویلي چې روسیه شمالي کوریا ته سکاره، خوراکي توکي او طبي تجهیزات لېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د هغو روسي سرتېرو یو شمېر ماشومان، چې د اوکراین په جګړه کې وژل شوي، د رخصتیو لپاره شمالي کوریا ته استول شوي دي.

د لویدیځو چارواکو د اټکل له مخې، روسیې د نژدې درې کلونو راپدېخوا، چې اوکراین ته یې یرغل کړی، له ۷۰۰,۰۰۰ څخه ډېر تلفات ګاللي دي.