د کډوالو ملاتړي سازمانونه: له افغان کډوالو سره د ګاونډیو او سېمې د هېوادونو چلن اندیښمنونکی دی

د ګډې کډوالۍ مرکز (ام ام سي) وايي، افغان کډوال په ایران، ترکیه او تاجکستان کې نه یوازې د توقیف او اخراج له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخ دي، بلکې د دولتي چارواکو له خوا ورسره تاوتریخوالی هم کیږي.

د کډوالو د ملاتړ دغه سازمان په خپل تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ، د فبروري په ۵مه خپور شو، ویلي، افغان کډوال په ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکیه کې د خرابو شرایطو او کړاوونو سره مخ دي، چې په سیمه کې د دوی د زیاتیدونکي زیانمنتیا ښکارندويي کوي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو حالت

راپور وايي، په ترکیه کې کډوال د شړلو دمخه د توقیف ځایونو ته انتقالیږي، چیرې چې دوی له سختو شرایطو سره مخ دي. زیاتره کډوال پرته له قانوني پروسې او د ژوند پر وړاندې د احتمالي خطرونو له پام کې نیولو، په جبري توګه افغانستان ته ستنیږي.

یو افغان کډوال، چې نه غواړي نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته ویلي:
"دوی کډوال کمپونو ته انتقالوي، پخوا به یې یوازې مجردان نیول، اوس کورنۍ هم کمپونو ته وړي. ان زموږ یو همکار یې د هغه له کورنۍ سره د دیپورت کمپ ته یووړ، تر اوسه یې د دپورت پاڼه نه ده لاسلیک کړې، خو غواړي چې دوی دیپورت کړي."

په ایران، پاکستان او تاجکستان کې افغان کډوال

راپور زیاتوي، ایران د افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج ته زور ورکړی او زرګونه افغانان یې جبري راستانه کړي، سره له دې چې افغانستان لا هم له ناامنۍ او اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

یو افغان کډوال، چې تازه له ایران څخه راستانه شوی، ازادي راډیو ته ویلي:
"زموږ ځوانان چې په ایران او ترکیه کې دي، ډېر ورسره ظلم کیږي. ان د کار خاوندان، عام خلک او پولیس ورسره بد چلند کوي. که پاسپورت دې هم ورته ښکاره کړې، چې زه قانوني یم، پاسپورت دې څیري کوي."

راپور وايي، په تاجکستان کې د افغان کډوالو کمېټې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي، خو له غوښتنو سره سره، نیول او شړل لا هم دوام لري. دا وضعیت د تاجکستان د نړیوالو کډوالو د خوندیتوب د پابندۍ په اړه اندېښنې زیاتوي.

په پاکستان کې هم د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې، او زرګونه کډوال یې له خپلې خوښې خلاف افغانستان ته لېږلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، ګڼ افغانان د بېکارۍ، ناامنۍ، او د نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو له امله اړ شول چې ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو ته کډوال شي. خو اوس، په دغو هېوادونو کې هم له جدي ستونزو، نیولو، اخراج او ناوړه چلند سره مخ دي.