د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې پلان د عملي کولو پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د یوې غونډې پر مهال شوې، چې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم پکې ګډون درلود.
د افغان کډوالو د ایستلو پلان، د دوو پړاوونو عملي کېدو ته چمتو شوی
د راپور له مخې، د دې پلان لومړۍ مرحله به د ACC کارت لرونکو افغان کډوالو ایستل وي، چې وروسته به له نورو بې اسناده کډوالو سره یوځای افغانستان ته واستول شي.
په دوهم پړاو کې، د POR کارت لرونکي افغان کډوال به له اسلاماباد او راولپنډۍ ایستل کېږي.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د "پی او ار" کارت لرونکي افغانان کولای شي د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر پایه هلته پاتې شي.
د پاکستان حکومت پرېکړه پټه ساتي
د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو ډان ورځپاڼې ویلي چې چارواکو ته لارښوونه شوې، چې دا پلان له عام اعلان پرته عملي کړي.
افغان کډوال: "موږ اندېښمن یو"
مجیب، چې د "ای سي سي" کارت لري او نږدې یوه لسیزه کېږي چې په راولپنډۍ کې اوسېږي، وايي:
"دلته مې کاروبار، کور او ژوند دی. په دومره کمه موده کې دا ناشوني ده، چې هر څه پرېږدم او بل ښار ته لاړ شم. دا پرېکړه اندېښمنوونکې ده."
محمد ولي، چې د "پی او ار" کارت لري، ازادي راډیو ته وویل:
"له دې پرېکړې وروسته، د اسلاماباد پولیسو افغان کډوال ځورول پیل کړي دي. د کارت لرونکو نه پیسې اخلي. دا هم باید وشي چې حکومت پولیسو ته ووايي، تر ټاکلې مودې دې افغانان نه ځوروي."
د کډوالو سازمانونه د اندېښنو په اړه خبرداری ورکوي
بریالی میاخېل، چې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د متحده عالي شورا مشر دی، وویل:
"څنګه کېدای شي، چې د ۴۵ کلونو ژوند په ۴۵ ورځو کې ټول شي؟ دا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د کډوالو د نړیوال سازمان (UNHCR) استازو موږ ته ډاډ راکړی، چې دا اندېښنې به له چارواکو سره شریکې کړي."
د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده
د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه تر اوسه ۸ لکه ۵ زره ۹۹۱ افغان کډوال له پاکستانه په خپله خوښه یا په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت غواړي د دریمو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر چټک کړي
ډان ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له بېلابېلو سفارتونو سره کار کوي، څو هغه افغان کډوال چې د دریمو هېوادونو ته د کډوالۍ کیسونه لري، ژر انتقال شي.