د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په کمېدو دی او په یوه اوونۍ کې یې شپږ افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی.
ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې بندې کړې، چې ورسره په افغانستان کې خلک او صرافان هم په اندېښنه کې دي.
تر شنبې ناوخته د کابل په شهزاده سرای کې چې د اسعارو د تبادلې اصلي مرکز دی، یو ډالر په ۷۹ افغانیو تبادله کېده.
د ټرمپ تر لوړې اونۍ وړاندې یو ډالر شاوخوا ۷۳ افغانۍ و.
اخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د اسعارو په بیو کې بدلونونه طبیعي دي او خلک دې اندېښنه ونه کړي.
دغه بانک په خپل بیان کې ډاډ ورکړی چې د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات کوي.