یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې اقدام په پیل کې په دوو سي- ۱۷ (C-17) الوتکو کې اتیا اتیا کسان ګواتیمالا ته ولېږل شول.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې ګواتیمالا او متحدوایالتونو موافقه کړې چې د غیرقانوني کډوالو لړۍ به پای ته رسوي او د خپلو سرحدونو امنیت به پیاوړي کوي.
دا کار د ولسمشر ډونالډټرمپ د امر په اساس پیل شوی او د امریکا دفاع وزارت هممهاله جنوبي سرحدونو ته د نورو سرتېرو استولو ته تیاري نیسي.
د امریکا پوځ له دې مخکې هم له پوځي الوتکو څخه بهر ته د خلکو په لېږد کې کار اخیستی، لکه په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د سقوط پرمهال؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د امریکا په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې له پوځي الوتکو څخه له دې هېواده بهر ته د کډوالو په ایستلو کې کار اخیستل کېږي.