خو افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې سم نیمایي قشر (نجونې) یې له زده کړو محرومې او نارینه زده کوونکي یې تر ټولو لومړنیو اسانتیاوو کې په زده کړو بوخت دي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکي او د لسم ټولګي زده کوونکي حفیظ الله ازادي راډیو ته د خپلو ښوونیزو ستونزو په اړه وویل:
"زموږ په سپین غر سیمه کې د چهل ګزیو لیسه کې شاوخوا یو نیم زر زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت یو، تعمیر ډېر کوچنی او په دې سړه هوا کې ډېری زده کوونکي تر خیمو لاندې درس وایي، پاکې اوبه په کې نشته، کافي کتابونه نه لرو او ګڼې نورې ستونزې شته."
د پکتیا ولایت اوسېدونکي او د دوولسم ټولګي زده کوونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډیو ته وویل:
"درسونه مو روان دي خو په هغه کچه چې تمه کېږي هغسې نه دي، د مسلکي ښوونکو کموالی دی، د سیانسي مضامینو لپاره مشخص صنفونه او کمپیوټر نه لرو، د پوهنې وزارت نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره د باکیفیته زده کړو فرصت برابر کړي."
ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د جنورۍ ۲۴ د زده کړو نړیواله ورځ نومولې او زده کړو ته یې لاسرسی د انسانانو بشري حق او د ټولنې د پرمختګ مهم اصل بللی دی.
په افغانستان دننه یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي د طالبانو د حکومت لخوا له زده کړو په راګرځولو سره یې هر ډول هیلې بایللي او خپل راتلونکی تیاره ویني.
د کابل ښار اوسېدونکې راحله سروري د نهم ټولګي زده کوونکې وه چې طالبانو پرې زده کړې بندې کړې.
دې ازادي راډیو ته وویل:
"تاسو خپله تصور وکړئ کله چې د ټولنې سم نیمایي زده کړې او فعالیت فلج وي، د هغې ټولنې راتلونکی به څه وي، هم له اقتصادي اړخه او هم له نورو اړخونو؟"
د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا چې د اتم ټولګي زده کوونکې وه او اوس د طالبانو د بندیز له امله له زده کړو بې برخې ده، هم ازادي راډیو ته وویل:
"د ښوونځیو په بندېدو یو خو زموږ تعلیمي محرومیت دی او بل یې موږ ته ډېرې روحي ستونزې راپیدا کړي، په دې سره په ټولنه کې د ښځینه وو پوهاوی او پرمختګ کمېږي، زه اوس ډېره اندېښمنه یم تل راسره د راتلونکي غم او تشویش وي."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له نږدې دریو کلونو راهیسې په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده مطلق بندیز لګولی دی.
ځینې ښوونکي بیا د کمو امکاناتو تر څنګ د کمو تنخواګانو شکایت کوي او وایي چې له دې امله نه شي کولای خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ یو اوسېدونکي او د ښوونځي ښوونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونکو لپاره دې د ظرفیت لوړونې برخه کې کار وکړي او د ښوونکو تنخواګانې دې لوړې کړي، زموږ اقتصادي ستونزې دې نظر کې ونیسي، اصلا افغانستان د پوهنې په برخه کې یوې ژورې اصلاح ته اړتیا لري هغه که د نصاب په کچه وي او که د مسلکي ښوونکو او نورو مسایلو په اړه وي."
د زده کړو د حقونو ځینې فعالان د افغانستان د زده کړو اوسنی حالت ځورونکی بولي او وایي که دا وضعیت همداسې له ستونزو او کړاوونو سره دوام وکړي، د افغانستان راتلونکی سم نیمایي نسل به نالوستی او پاتې نورو به یې بې کیفیته زده کړې کړې وي.
په دې اړه نور: د پوهنې فعالان : په افغانستان کې د هلکانو معاصرې زده کړې هم له ننګونو سره مخ ديله دې ډلې مخکې د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل:
"له بده مرغه په افغانستان د زده کړو او پوهنې حالت سم نه دی، او که دا حالت همداسې دوام وکړي له کلونو وروسته به یې منفي نتایج معلومېږي چې بیا به نه جبرانېدونکي وي، یو نسل بې سواده وي او بل خبره دا چې په اوسني حالت کې ورځ تر بلې د زده کړو انګېزه د له منځه تلو په حال کې ده."
ښاغلی وزین وایي د طالبانو حکومت باید ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زده کړو دروازو پرانیستلو ترڅنګ خلکو ته د نړیوالو په همکارۍ د ښو او پرمختللو زده کړو زمینه برابره کړي.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت منصور احمد حمزه او دغه شان د دوی د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي د دغو شکایتونو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه دي ورکړی.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان عمومي اسامبلې د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په دریمه د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله او په دې اړه پرېکړه لیک کې یې د نړۍ د ټولو هېوادونو له حکومتونو، سازمانونو، بنسټونو او ټولنو غوښتي چې په لوړه کچه دې د ټولنې ټولو وګړو ته په مساوي توګه د زده کړو حق رسولو ته رغنده، عملي او هر اړخیزې مسوولیتونه پر ځای او ورته کار وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په خپله وېب پاڼه د ۲۰۲۵ کال لپاره د زده کړو د نړیوالې ورځې شعار په نړۍ کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د زده کړو په وسیله د بشري ټولنې پرمختګ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې ورځ تر بلې ته په نړۍ کې ټکنالوژي د پېچلتیا په حال کې ده چې باید د همدې زده کړو په وسیله یې د ادارې توان تر لاسه شي.