له حماس سره د اوربند د موافقې په اړه د اسراییل د کابینې غونډه

د اوربند شعار

د اسراییل کابینه به نن جمعه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس وسله والې ډلې سره د یوې موافقې د وروستي تصویب لپاره غونډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه اوربند چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوی، د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.

د دغه اعلان سره سره په غزه کې، د اسراییل جنګي الوتکو پراخو بریدونوته دوام ورکړی او فلسطیني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوربند له اعلان وروسته په لومړی ورځ لږترلږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو دفترنن سهاروختي وویل چې تصویب نږدې دی او محدوده امنیتي کابینه به نن د بشپړې کابینې ترغونډې مخکې غونډه وکړي ترڅو دغه موافقه تصویب کړي چې وروسته به عملي شي. که د اسراییل کابینه دغه موافقه چې د قطر، مصراو متحدو ایالتونو په منځګړیتوب شوې، تایید کړي، د یکشنبې له ورځې به عملي بڼه خپله کړي.

دغه موافقه چې په څوپړاوونو کې عملي کیږي، له مخې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، د حماس له خوا یرغمل او د اسراییل له خوا یوشمیر فلسطیني بندیان خوشې کیږي او غزې ته د بشري مرستو لیږد پیلیږي.