د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو یوه پېړۍ لوړې
د ۱۹۲۵ز د مارچ په۴مه نېټه، د ولسمشر کالون کولیج سره، د دویمې لوړې مراسمو وروسته مل کاروان. دا د امریکا د ولسمشر د لوړې لومړي مراسم وو چې په ژوندۍ بڼه له راډیو خپاره شول. نږدې ۲۳ میلیونه امریکایانو د ولسمشر وینا په ژوندۍ بڼه له راډیو واورېدله.
د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په ۴مه د ولسمشر هربرټ هوور د لوړې مراسمو ته راټول شوي خلک. پخوا د امریکا د ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ په ۴مه کېدل، خو د ټاکنو او د ولسمشر د کار پيلولو ترمنځ واټن کمولو لپاره په ۱۹۳۳ز کال کې د متحده ایالاتو اساسي قانون کې بدلون راغی او جنوري ۲۰مه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ورځ وټاکل شوه.
ولسمشر فرانکلین دلانو روزولټ د لوړې له مراسمو وروسته له خپلې مېرمنې الینور او زوی جیمز سره د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په ۴مه نېټه سپېنې ماڼۍ ته لاړ. روزولټ له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ز پورې په بېساري ډول د امریکا څلور دورې ولسمشر و. په ۱۹۵۱ز کال کې اساسي قانون بدل شو او هر شخص د ولسمشرۍ دورې یوازې تر ۲ محدودې شوې.
ولسمشر هري ترومن د ۱۹۴۹ز د جنوري په ۲۰مه د لوړې په مراسمو کې وینا کوي. ترومن یوازې یوه بشپړه دوره د امریکا ولسمشر و. هغه د ولسمشر روزولټ د مرستیال په توګه کار کاوه او د ۱۹۴۵ز کال په اپرېل کې د ولسمشر روزولټ له مړینې وروسته یې د ولسمشر لومړۍ، خو لنډه دوره پيل شوه.
د ۱۹۵۳ز د جنوري ۲۰مې د لوړې په مراسمو کې مشهور کاوبای مونتي مونتانا د خلکو د خندولو لپاره د ولسمشر دوایت ایزنهاور ګردچاپېره رسۍ اچولې ده. ایزنهاور دوه بشپړې دورې د امریکا ولسمشر و.
د ۱۹۶۱ز د جنوري ۲۰مې د لوړې له مراسمو وروسته د ولسمشر جان اف کنېډي سره مل کاروان. هغه د ۱۹۶۳ز په نومبر میاشت کې ووژل شو.
لیندن بي. جانسن د ۱۹۶۵ز کال د جنوري په ۲۰مه نېټه د لوړې اخیستلو د مراسمو په حال کې. دا د جانسن د ولسمشرۍ دویمه دوره وه، ځکه هغه په لومړۍ دوره کې د کنېډي له وژل کېدو وروسته ولسمشر شو.
د لوړې له مراسمو وروسته ولسشمر ریچارډ نېکسن [کیڼ اړخ ته] د ۱۹۶۹ز د جنوري په ۲۰مه نېټه له تحلیف وروسته خپلې کورنۍ او ولسمشر جانسن سره د خبرو پر مهال. نېکسن دوه ځله ولسمشر وټاکل شو، خو په دویمه دوره کې یې له موقفه ګوښه شو.
جرالډ ار. فورډ له خپلې مېرمنې بيتي سره د امریکا د ۳۸م ولسمشر په توګه د لوړې اخیستو مراسمو کې، په سپینه ماڼۍ کې. دا مراسم د ۱۹۷۴ز د اګست په ۹مه نېټه د ولسمشر نېکسن له استعفی یوه ورځ وروسته وشول.
د ۱۹۷۷ز کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې د مراسمو یو ګډونوال ولسمشر جیمي کارتر ته لاس خوځوي.
ولسمشر رونالډ رېګن او لومړۍ مېرمن نانسي، د ۱۹۸۱ز کال د جنوري د ۲۰مې د لوړې په مراسمو کې ګډوانوالو ته لاسونه خوځوي. ریګن دوه بشپړې دورې د امریکا ولسمشر و.
ولسمشر جورج بوش او لومړۍ مېرمن باربارا بوش د لوړې مراسمو ګډونوالو ته لاسونه خوځوي. جورج بوش د ۱۹۸۹ز کال د جنوري په ۲۰مه نېټه د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ولسمشر بېل کلنټن د لوړې مراسمو د اجراء په حال کې د خپلې مېرمنې هېلري او لور چلسي ترڅنګ. ۲۰ جنوري ۱۹۹۳. کلنټن دوره دورې د امریکا ولسمشر و.
ولسمشر جورج ډبلیو. بوش د ۲۰۰۱ز د جنوري ۲۰مې د لوړې له مراسمو وروسته له خپلې مېرمنې لارا؛ مرستیال دیک چیني او د هغه مېرمنې سره. بوش دوه دورې د امریکا ولسمشر و.
ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ز کال د جنوري د ۲۰مې د لوړې له مراسمو ختمېدو وروسته له ولسمشر بوش سره. اوباما د امریکا د ۴۴م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دوه بشپړې دورې د امریکا ولسمشر و.
ولسمشر ډونالډ ټرمپر او مېرمن یې میلانیا ټرمپ د ۲۰۱۷ د جنوري ۲۰مې له لوړې وروسته د تګ پر مهال.
ولسمشر جوباېډن او لومړۍ مېرمن جیل باېډن د ۲۰۲۱ز د جنوري ۲۰مې د لوړې له مراسمو وروسته د سپینې ماڼۍ پر پوړیو.