سلګونو پخوانیو امریکايي سرتیرو او اوسنیو او پخوانیو چارواکو له هغو افغانانو سره د مرستې په دوام ټینګار کړی چې له امریکایانو سره یې همکاري کړې او اوس له ګواښ سره مخامخ دي.
دوی دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو نېټې ته وخت په رانژدې کېدو دی. د هغه په اړه ویل کېږي چې امریکا ته د کډوالو د ورتګ په اړه سخت دریځ لري.
د امریکا تر ۳۸۰ ډېرو پخوانیو سرتیرو، پخواني او اوسني فدرالي او ایالتي چارواکو په یوه لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشره د هغو افغانانو چې په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو پر وړاندې د امریکایانو مرسته کړې د بیا مېشتېدنې د پروګرامونو د دوام غوښتنه کړې ده.
رویټرز خبري اژانس چې پرون چهارشنبه ناوخته یې د دې لیک یوه کاپي ترلاسه کړي امریکا ته د تلونکو افغانانو د ائتلاف « افغان ایوک» چې د امریکا له حکومت سره د افغانانو د بیا مېشدنې په برخه کې کار کوي د مشر شاون وندايور له قوله ویلي چې یاد لیک د هغه اندیښنو ښکارندوي کوي چې ممکن ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرامونه ورو او یاهم په بشپړ ډول ودروي.
د ښاغلي شاون له قوله دغه شان ویل شوي هغو افغانانو چې « د امریکایانو د ساتنې او لارښوونې لپاره هرڅه په خطر کې اچولي و اوس یې پرېښودل له هغو ارزښتونو سره خیانت دی چې د امریکا متحدو ایالتونو یې د دفاع لپاره مبارزه کړې ده.»
په لیک کې دغه شان د ۵۰ زرو اضافي ځانګړو مهاجرتي ویز« اس ای وي» د تصویب غوښتنه هم شوې ده او د رویټرز د معلوماتو پربنسټ لیک به سبا جمعه د ټرمپ دفتر او راتلونکې اوونۍ به د امریکا د مشرانو او استازو جرګې ته هم واستول شي.
که هم د ډونالډ ټرمپ دفتر د دغه لیک په اړه رویټرز خبري اژانس ته څه نه دي ویلي خو وړاندې ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د کډوالو په اړه ځینې توندې څرګندونې کړې وې چې هغه مهال یې اندیښنې راپارولې وې.
په ورته وخت کې یو شمېر افغانان چې امریکا ته د تګ کېسونه لري له دغه لیکه هرکلی کوي خو وايي له ژمنو سره سره لاهم بې برخلیکه دي او په وخت یې چارې مخ ته نه ځي.
د کابل ښار اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
« زه د اس ای وي کېس لرم ټولې چارې شاوخوا درې کال مخکې خلاصې شوې، د لیږد پروسې له اوږد ځنډ سره مخامخ یم، څه باندې ۲۴ میاشتې وړاندې له ماسره اړیکه ونیول شوه چې تاسو به دریم هېواد ته ولیږدوو خو له هغې وروسته هېڅ پرمختګ نه دی شوی او زموږ د هرې پوښتنې په ځواب کې دوی یوازې همدومره وايي چې په تمه اوسئ.»
په پاکستان کې مېشت یو بل تن چې امریکا ته د تګ کېس لري خو نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« د ډونالډ ټرامپ په راتګ د کډوالو ترمنځ داسې اندیښې زیاتې شوي چې نوموړی داسې پرېکړه ونکړي چې د کډوالو د مېشتېدنې چارې ورو کړي یا یې بیخي بندې کړي موږ په جدي توګه له دغه لیک څخه ملاتړ او هرکلی کوو او هیله لرم چې د لیک او غوښتنه د امریکا د منتخب ولسمشر چې تر راتلونکو څو ورځو کار پیلوي په پریکړو مثبت اغیز ولري.»
که څه هم د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تراوسه څه باندې ۱۸۳ زره افغانان چې له امریکایانو سره یې په په بېلابېلو برخو کې کار کړی و د امریکا متحدو ایالتونو ته لیږدول شوي خو لاهم ډیری هغه یې په افغانستان کې او د افغانستان په ګاوڼدیو هېوادونو په ځانګړي توګه په پاکستان کې په تمه دي.
د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د لیږد له ائتلاف « افغان ایوک» سره امریکا ته د افغانانو د لیږد هوکړه تمدید کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روانې اوونۍ د سه شنبې د ورځې ناوخته په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي و چې دا اقدام امریکا ته د هغو افغانو د لېږد په هدف شوی چې افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی.