په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو یوې سرچینې نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی شاهین به له دې وروسته دوحه کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، چارې سمبالوي.
شاهین تر دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و او محمد نعیم د افغانستان د سفارت سرپرستي کوله.
د طالبانو دغه سرچینه وایي، محمد نعیم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو حکومت تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو د قطر په څیر یوشمېر هېوادونو د هغوی ډيپلوماتان منلي او د افغانستان سفارتونه یې ورسپارلي دي.