د طالبانو د حکومت ویاند ادعا کوي چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي او باید نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.
ذبیح اله مجاهد له شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په هغه مرکه دا څرګندونې کړي چې جمعه خپره شوه. هغه ویلي یې دي، چې طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي.
د طالبانو حکومت، چې د نړۍ د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، لا هم پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه کم کړي نه دي.
د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې یو شرط په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی ښوول شوی دی.
طالبانو په وروستي مورد کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو مسلکي زده کړې منع کړې، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.