د طالبانو د دفاع وزارت ځینو سرچینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.
سرچینو ازادۍ راډیو ته هم ویلي چې د پاکستاني پوله ساتو په ډزو کې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په شپولې سیمه کې لږ تر لږه ۳ ځایي اوسېدونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي کرښې ته نږدې سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د پنجشنبې په شپه هم د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وسلوالې شخړې راپور ورکړل شوی و.
پکتیا او خوست کې د طالبانو د حکومت حکومت سرچینې نښتې تاییدوي او وایي چې پاکستاني اړخ ته یې مرګ ژوبله اړولې خو په خبره یې دقیق شمېر به وروسته شریک کړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.