کابل کې چاودنه شوې

کابل کي د یوې پخوانۍ چاودنې انځور

په کابل کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د لږ تر لږه څلورو ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن شنبه ویلي، چې دغه چاودنه شیخ زاید روغتون ته څېرمه شوې چې څلور ملکیان برسېرن ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا تر پېښې وروسته د طالبانو پوځیان سیمې ته رسېدلي او څېړنه پیل شوې ده.
لا د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په کابل کې تر دې مخکې د دغسې ځینو چاودنو مسوولیت د طالبانو مخالفو ډلو منلی دی.