په کندهار کې د هوا له سړېدو سره د صندلیو پلور زیات شوی

په کندهار کې د ژمي له رارسېدو سره سم د صندلیو بازار تود شوی دی.

د دې ولایت اوسېدونکي صندلۍ د ګرمېدو یوه دودیزه او مشهوره وسیله بولي، چې په ژمي کې پرې ځانونه تودوي.

د کندهار د لرګیو ګنج بازار، چې د ښار یو له پخوانیو او دودیزو بازارونو څخه دی، په دې ورځو کې د صندلیو جوړولو او پلورلو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

دلته لسګونه نجاران د لرګیو څخه بېلابېل توکي جوړوي، خو د ژمي په موسم کې د صندلیو جوړولو کار زیات ښکاري.

ضمیر احمد، چې د لرګیو ګنج کې د کلونو راهیسې د نجارۍ کسب کوي، وايي صندلي جوړول د دوی له اصلي تولیداتو څخه دي.

هغه زیاتوي، چې د ژمي په دې ورځو کې د صندلیو بازار ګرم دی.

ضمیر احمد زیاتوي :“صندلي داسي ده چې څلور د لرګي پایې لري او د سر تختی لري. جوړول یې اسان دي او په کندهار او ټول افغانستان کې خلک یې د تودېدو لپاره کاروي. په اوسني وخت کې چې د ژمي سیزن دی، صندلۍ ښه خرڅېږي.”

صندلي د لرګیو څخه جوړ شوی میز ته ورته وسیله ده، چې څلور پښې او یوه تخته لري.

په صندلي کې د ګرمېدو لپاره سکاره یا د ګاز کوچنۍ بخارۍ ایښودل کېږي، او شاوخوا خلک پرې سره راټولېږي.

عبدالطیف، چې په کندهار کې صندلي جوړوي او پلوري، وايي، صندلي د بخارۍ په پرتله کم مصرف کوي او اوس يي د ښار سره سره د ولسوالیو اوسیدونکي هم کاروي.

عبدالطیف زیاتوي:

“صندلي یو ډول ساده جوړېږي، چې تخته او لرګی په میخ سره وصل شي. بل ډول د ماشین په واسطه جوړېږي، چې اغوستل شوې پتري لري ، دا ساده ارزانه او ماشیني ګرانه بیه لري.”

کندهار کې ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله د ګازي بخاریو پر ځای صندلي کاروي، ځکه چې صندلي کم مصرف لري او د ګرمېدو لپاره اغېزمنه ده.

د دې ترڅنګ، صندلي د کورنۍ د غړو د یوځای کېدو او د ژمي د اوږدو شپو د تېرولو لپاره ښه وسیله ده.

حاجي حمید ګل، چې د کندهار یو سپین‌ږیری اوسېدونکی دی، وايي صندلي د دوی د کوچینوالي څخه دودیزه وسیله ده، چې تر اوسه یې خلک کاروي.

حاجي حمید ګل وایي
“صندلي زموږ له کوچینوالي راهیسې رواج وه. پخوا به یې له اور څخه د غرمنۍ د ډوډۍ لپاره هم استفاده کوله. اوس هم خلکو کې هماغه دود پاتې دی.”

امیر محمد، چې په کندهار کې صندلي کاروي، وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د ګازي بخاریو وس نه لري، نو صندلي ورته غوره او ارزانه وسیله ده.

امیر محمد زیاتوي :“موږ صندلي اخلو، ځکه چې د بخاریو د اخیستلو وس نه لرو. په صندلي کې یو څو سکاره کېږدو، بیا ټول کورنۍ پرې شاوخوا کېنو او ځانونه ګرم ساتو.”

که څه هم د کندهار هوا په عموم کې معتدله وي، خو ژمی یې یخ او سخت وي چې ددغه ولایت اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو او د سون‌توکو د بیو د لوړېدو له امله صندلي کاروي.

د دې دودیزې وسیلې ګټه اخیستنه نه یوازې د تودېدو لپاره اغېزمنه ده، بلکې د کورنۍ د غړو ترمنځ د یوالي او ګف شف سبب هم ګرځي.