یو شمېر محصلین: استادانو د ږیرو کمولو او خولۍ نه پر سرولو په خاطر ناکامه کړو

عکس ارشیف

حسیب الله چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل دی، ادعا کوي چې د دې پوهنځي استادانو ځینې محصلین په ازموینو کې یوازې د دې لپاره ناکام کړي چې د دوی په وینا، ږيرې یې کمې او خولۍ یې نه وې په سر.

نوموړي د دوشنبې په ورځ، د دسمبر ۲۳مه، له ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل چې په «فقه جنایات» مضمون کې د قناعت وړ ځوابونو ورکولو سربېره یې د ږيرې نه لرلو له امله يې په آزموينه کې د بریا نمره نه ده ترلاسه کړې.

هغه وویل:

«هغه محصلین چې خولۍ او ږيره ونه لري، د هر مضمون له نمرې څخه لس نمرې کمېږي. زه خپله چې ږيره نه لرم، هره ورځ استادان او د پوهنځي معاونین مې نوم په لیست کې یادوي او په چانس کې مې اچوي. څوک به هغوی پوه کړي هغه کس اصلا چې هیڅ ږيره ونه لري، څه وکړي؟»

د دغو محصلینو په وینا، د امتحان له پیل مخکې د دې پوهنځي معاونیت دوی ته خبرداری ورکړی و چې باید ږيره او منظم ظاهري حالت ولري، که نه نو له مجموعي نمرې به یې لس نمرې کمې شي.

خو هغوی ادعا کوي او وايي، کله چې د ازموينې لپاره خپلو ټولګیو ته ورتلل، د پوهنځي مسؤلینو لومړی ورته اجازه نه ورکوله چې ټولګي ته داخل شي. بیا یې د هغوی نومونه په لېست کې شامل کړل او مدیریت ته یې واستول، له هغې وروسته اجازه ورکړل شوه چې ازموينه ورکړي.

محصلین ادعا کوي، هغه کسان چې اوږده ږیره نه لري، یوازې لس نمرې يې نه کمېږي، بلکې هغوی د بریاليتوب نمره هم نشي ترلاسه کولی، چانس خوري او دوهم ځل ازموينې ته معرفي کېږي.

د دې پوهنځي یو بل محصل، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو يې ته وویل:

"د دې سمسټر نمرې د صورت او سیرت پر اساس دي. که څه هم لومړی یې ویلي وو چې لس نمرې به د صورت او سیرت له مخې کمېږي د هغو کسانو لپاره چې ږیره او خولۍ یې د شریعت مطابق نه وې لس نمرې کموي، خو زموږ په ټولګي کې ټول محصلین یوازې د دې لپاره چې خولۍ یې نه درلودې، دوهم چانس ته معرفي شول."

دغه محصلین دا ادعا هم کوي چې د پوهنځي د مسؤلینو لخوا یې په واتساپ حساب کې غږیز فایلونه ترلاسه کړي چې ورته خبرداری ورکړل شوی چې هغه محصلین چې اوږده ږیره او خولۍ ونه لري، د ازموينې له ځایه به وایستل شي او باید دا موارد رعایت کړي.

دغه محصلین وايي، سره له دې چې د آزموينو سوالونو ته یې سم ځوابونه ورکړي او د بریالیتوب تمه یې لرله، تر اوسه په څو مضامینو کې ناکام شوي دي. هغوی وايي که دا وضعیت دوام وکړي، د دې سمسټر لپاره اړین کریدتونه نشي ترلاسه کولی او سمسټر په بریالیتوب پای ته نشي رسولی.

د کابل پوهنتون ځینې نور محصلین هم له آزادي رادیو سره په خبرو کې تاییدوي چې له دوی سره هم ورته چلند شوی او په خپلو اړوندو مضامینو کې د ورته دلایلو له امله ناکام شوي دي.

دوی وايي، طالبان د لوړو زده کړو په سیستم کې د محدودیتونو په ایجادولو سره محصلین ناهیلې کوي، او څو محصلین یې په تېرو سمسټرونو کې د پوهنتون پرېښودو ته اړ کړي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت اعلان کړی و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یوه پلاوي ۱۱ ولایتونو ته سفر کړی، څو د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو "سر او صورت" په څرنګوالي نظارت وکړي.