افغانستان کې هر کال په سرطان له ۱۴۰۰۰ ډېر کسان مري

ارشیف

په افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او په دې وژونکې ناروغۍ د مړینو پر زیاتوالي یوه بنسټ سخته اندېښنه وښوده.

په دغه هېواد کې لا هم د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص امکانات په نشت حساب دي او ګڼ کسان مجبوره کېږي خپل ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته ورسوي.

په افغانستان کې د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر شفق شینواری وايي، په دغه هېواد کې هر کال تر ۱۹زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو څه کم ۷۶ فیصده یې مري:

«د روغتیايي سکټور د معلوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې تقریباً ۱۹زره ۴۵۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، له بده مرغه ۱۴زره ۷سوه ۴۶ وګړي د دې ناروغۍ له کبله مري. زموږ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په سرطان د ټولو اخته کسانو شمېر شا و خوا ۵۰۰زرو ته رسېږي.»

هغه کسان چې په سرطان اخته ناروغان لري وايي، له بېوزلۍ کړېږي او په دې نه پوهېږي چې د خپلو ناروغانو درملنه څنګه وکړي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادۍ راډیو ته د خپلو ناروغو ماشومانو په باب ویلي:

«دوه درې ماشومان مې د وینې په سرطان اخته دي، خپله هم ناروغ یم، د کار روزګار درک نه شته. دلته موسسې خلکو ته مرستې کوي، خو موږ ته نه دي رسېدلي.»

په افغانستان کې د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر شفق شینواری وايي، دوی له روغتیايي سکټور سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې امکان برابر کړي:

«د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سرطان د برخې PhD پوهان لرو، چې په پلان کې دی، دوی افغانستان ته هم راشي او په انلاین بڼه دلته د ډاکټران د ظرفیت لوړونې پروګرام کې برخه واخلي چې درې میاشتې یې د پرمخ بېولو کېږي. ممکن په ۲۰۲۵م کال کې ۴ ماشینونه چې هر یو په ملیونونو ډالره قیمت لري، پیدا او په کابل کې دوه مرکزونه فعال کړو.»

د ښاغلي شینواري په خبره په دغو مرکزونو کې به ناروغانو ته د کیموترافۍ او یا وړانګو په مرسته د درملنې امکان هم وي.

که څه هم دا مهال په افغانستان کې د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځه سوه زره ښوول کېږي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د سږي په سرطان د اخته کېدو یو لوی علت د هوا ککړتیا ښوول کېږي، چې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل کې دا ستونزه عامه ده.

د افغانستان روغتیا وزارت په ۲۰۲۰م کال کې په سرطان د ۲۳زره کسانو د اخته کېدو موارد ثبت کړي وو او په هغه کال په دې ناروغۍ شا و خوا ۱۶زره کسان مړه شوي وو.

روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې سرطان ناروغي د زړه تر ناروغۍ وروسته د ډېرو کسانو د مړینې سبب کېږي.

په ښځو کې د سرطاني ناروغیو عامه بڼه د سینې سرطان دی، چې سږکال یې په افغانستان کې شمېر نږدې ۵۱ سلنه زیات شوی دی.

د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام چارواکو په لړم/ عقرب میاشت کې ویلي وو، د تېرکال پر تله په افغانستان کې سږکال د سینې د سرطان موارد په سلو کې ۵۰،۹ زیات شوي دي.

په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه په سرطان د مړینو شمېر نږدې لسو ملیونو ته رسېدلی و، چې ډېرې مړینې په بېوزلو هېوادونو کې ثبت شوې وې.