د بشري حقونو مدافعان د دودونو په اړه د طالبانو کړنلاره د فردي ازادیو محدودولو هڅه بولي

AFGHANISTAN CRISIS

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هغو دودونو او رواجونو چې دوی یې «ناوړه» او «د شریعت خلاف» بولې د مخنیوي لپاره کړنلاره تصویب کړه. د بشري حقونو ځینې فعالان وایي دا ډول طرحې پر افغان ټولنه د طالبانو د ایډیالوژۍ تحمیلولو په مانا ده.

د افغانانو پر شخصي او ټولنیزو ازادیو د ځینو محدودیتونو په دوام، د طالبانو حکومت دا ځل د ځینو دودونو د ترسره کولو د مخنیوي په هدف چې دوی یې «ناوړه او د شریعت خلاف» بولي، کړنلاره تصویب کړې ده.

د طالبانو د حکومت د چارو ادارې پرون یکشنبه د ډیسمبر په ۱۵مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کړنلاره د دوی د حکومت د مشر هبت الله اخندزاده د لارښوونې او د څو وزارتونو د چارواکو په یوه ګډه ناسته کې وروستۍ او تصویب شوی ده.

ویل شوي چې د دې کړنلارې د تصویبولو پر مهال د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور ، لوړه زده کړو او پوهنې وزارتونو او سترې محکمې استازو ګډون کړی وو.

وړاندې راغلي چې د دې ناستې په سر کې د ناوړه دودونو او په افغاني ټولنه کې د رواج شوي اصراف چې له شریعت سره په ټکر کې دي، بحث او خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له کلونو راهیسې افغانان پر بدو اقتصادي شرایطو سربېره د دغو دودونو له اخلاقي او ټولنیزو پایلو ځورېږي او په خبره یې نه شي کولای چې د حکومت له مداخلې پرته یې له منځه یوسي.

خو د طالبانو حکومت دا نه ده مشخصه کړې چې څه ډول دودنه ناوړه او د دوی په خبره له شریعت سره په ټکر کې دي.

خو د بشري حقونو ځینې فعالان وایي چې طالبانو باید دا واضح کړې وی چې څه ډول قوانین د خلکو د کلتور اودودنو خلاف دي چې باید بدل شي.

د متعرضو ښځو ډلې یوې غړې امنې علیزاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“د افغانانو ټول دودونه د افغانستان د کلتور او اسلام سپېڅلي بر بنسټ دي، طالبان څه غواړي چې اسلامي او بدل کړي؟باید دوی دا واضح کړې وی چې کوم قوانین د خلکو د کلتور او دودونو خلاف دي چې باید بدل شي.”

د بشري حقونو فعاله نفیسه بهار په دې باور ده چې د دې ډول تګلارو موخه پر افغاني ټولنې د طالبانو د ایډیالوژۍ تحمیلول او د فردي او ټولنیزو ازادیو محدودول دي.

“د افغانستان په سنتي ټولنه کې کلتور، اداب، دودونه رواجونه د اسلامي شریعت له قوانینو اخیستل شوي، د افغانانو د ژوند فضا نوره تنګول به د طالبانو د حکومت عمر لنډ کړي.”

د ښځو د حقونو فعاله پتوني تایشمن بیا د دغه کړنلارې مبهموالی د نویو محدودیتونو یو احتمال بولي او د هغو محدودیتونو چې طالبانو تر اوسهپ لي کړي هم ازادي راډیو ته یې وویل:

“هغه محدودیتونه چې طالبانو لګولي له هر ډول ازادیو سره د دغه ګروپ د ژورې دښمنۍ څرګندونه ده، دا ډول پرلپسې زیاتېدونکي غیر انسانيمحدودیتونه په نړۍ کې بې ساري دي، او دا د طالبانو لخوا د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند د بشپړ کنټرولو هڅه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د سازمونو راپورونه ښيي چې طالبانو په تېرو درو کلونو کې پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځوسخت محدودیتونه لګولي دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت سږکال په اګسټ میاشت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم قانون اعلان کړ چې له مخې یې د ښځو دجامو او پوښاک پر څرنګوالي شدید محدودیتونع وضع او ذن د ښڅو غږ یې عورت وباله.

په یو تازه اقدام کې بیا د طالبانو د حکومت مشر ملت هبت الله اخندزاده د ډسمبر په دریمه د یو فرمان په صادرولو په ټولو طبي انسټیټوتونو کې دنجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.