د ملګروملتو کارپوهانو د افغان نجونو پر طبي زده کړو د بندیز پر عواقبو اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي په طبي برخه کې د نجونو پر زده کړو بندیز به د ښځو د ځوروېدو، ناروغیو او د افغان میندو، ماشومانو او راتلونکو نسلونو د احتمالي مرګ لامل شي.

د کارپوهانو دغه ډله د طالبانو د حکومت دا پرېکړه، نه توجیه کېدونکې او د ښځو د وژلو په معنا بولي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله وېبپاڼه کې د دوشنبې په ورځ (دسمبر په ۹مه) په یوه بیان کې د دغه سازمان د کارپوهانو په حواله ویلي، که په روغتیایي برخو کې د طالبانو د حکومت د مشر دا «په بشپړه توګه نه توجیه کېدونکی» بندیز عملي او دوام وکړي، په افغانستان کې به د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لا لوړه، ناروغۍ به نورې هم زیاتې او ان په راتلونکي کې د نسلونو د مرګ لامل شي.

د دغه سازمان کارپوهانو د طالبانو دا بندیز د ښځو د وژلو په معنا بللی دی.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د ده دې بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه وپارول.

خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې بندیز او غبرګونونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طبي انسټیټوتونو ځینې محصلینې چې اوس یې په زده کړو بندیز دی، په دې باور دي چې دا بندیز به په افغانستان کې په روغتیایي برخه کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ستونزې نورې هم زیاتې او روغتیایي خدمتونو ته به یې لاسرسی خورا محدود کړي.

دغه شان د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي.

خو دوی له نړیوالو غوښتنه کړې چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره دې ودرېږي او طالبان دې حساب ورکولو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو دا وروستی اقدام د ښځو پر حقونو مستقیم برید بللی او ویلي یې دي، که چیرې دا بندیز پلي شي، نو دا به افغان میرمنو او نجونو پر روغتیا، کرامت او راتلونکي یو غیر عادلانه او ویجاړونکی ګوزار وي.

په کابل کې د یوه انسټیټیوت محصلې روما حمیدي ازادي راډیو ته وویل:

"د طالبانو له خوا زموږ پر مخ د انسټیټوټ دروازې بندې شوې، د دې پرېکړې له مخې به د مېرمنو لپاره د عامې روغتیا خدمتونه نور هم محدود شي، ان دوی به له دې خدمتونو بې برخې او د مړینې کچه به یې نور هم لوړه شي، زموږ غوښتنه دا ده چې افغان نجونو ته د زکړو حق ورکړل شي."

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د یوه انسټیټیوت محصلې سمیرا وویل:

"زموږ لپاره د زده کړو یوازینۍ لاره همدا انسټیټیوتونو کې پاتې وه، اوس چې دا هم بند شوي او نور هېڅ برخه کې د زده کړو اجازه نه لرو، زه خپله ډېرې انزوا ته تللې یم، روحی فشار راباندې زیات دی، له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې بېرته دې دا انسټیټیوتونه يرانیزي او پرېږدي چې نجونې زده کړې وکړي."

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له ښځو او نجونو د زده کړو، کار، بیان ازادۍ او له تاوتریخوالي پرته او خوندي چاپیریال کې د ژوند بنسټیز حقونه اخیستي دي.

کارپوهانو زیاته کړه چې دا نوی بندیز د ښځو په وړاندې سیستماتیک تبعیض ته وده ورکوي او په روان بشري ناورین کې د هیواد نازک روغتیایی سیسټم نور هم کمزوری کوي.

بل لوري ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بنیت هم نن سې شنبه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دې پرېکړې عملي کېدل به افغان مېرمنو ته، نه جبرانېدونکي زیان ورسوي او پر ټولو افغانانو به اوږد مهاله اغیزې ولري.

که څه هم د طالبانو د حکومت تر اوسه د د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې دا ډول څرګندونې رد او ادعا یې کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، هغه څه چې افغان ښځو، نجونو او نړیوالو ته د منلو ده.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف په خپلو وروستیو راپورونو کې لا له وړاندې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله لوړه ښودلې او ویلي یې دي چې په هرو ۱۰۰ زرو زېږونو کې ۶۳۸ میندې مري.

د فرانسې خبري اژانس تازه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په طبي انسټیټیوتونو د بندیز له امله په ټول هېواد کې کابو ۳۵ زره ښځینه محصلینې له زده کړو پاتې شوې.

دغو سرچینو د طبي دولتي انسټیټیوتونو شمېر ۱۰ او د خصوصي هغو یې بیاله ۱۵۰ زیات یاد کړی دی.