د ازادي راډیو په اونیزه نیمه نړۍ خپرونه کې د هغو نجونو په اړه خبرې کوو چې، د طالبانو له دويم ځلي واکمنۍ وروسته یې په صحي برخه کې دوه کلنې زدهکړې پیل کړې وې، خو اوس هغه هم ورباندې بندې شوې.
په پیل کې به واورئ چې، د طالبانو د حکومت لهخوا پر افغان نجونو او مېرمنو باندې ګڼشمېر بندیزونو د یاد حکومت پر وړاندې د عامو خلکو کرکه تر کومې کچې ډېره کړې او تاسو څه فکر کوئ لهدې وروسته به مېرمنې د روغتيايي ستونزو پر وخت ښځینه ډاکتره پیدا کړی شي؟
دا خپرونه چې هره اوونۍ يې فرشته مرسل جوړوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5