د مخالفو وسله‌والو له لوري د سوريې حما ښار نيول کېدل يوه حساسه مرحله بلل شوې

سوریه

د سوریې د رژیم ضد مخالفو وسله‌‌‌والو له‌‌خوا د ستراتېژیک ښار حما نیول کېدل، د منځني ختیځ په‌‌دې جګړه‌‌ځپلي هېواد کې لوبه بدله کړې.

د سوریې د حکومت د وسله‌‌والو مخالفو ډلو له‌‌خوا د دې هېواد پر دوهم لوی ښار د ولکې ټینګېدل د کارپوهانو په وینا، د سوریې په دیارلس‌‌‌کلنه کورنۍ جګړه کې یوه حساسه مرحله بلل کېږي.

د اسلام‌پالي هیئت تحریر شام ډلې HTS په مشرۍ یاغیانو پرون پنج‌شنبې دغه ښار څو ورځې وروسته له هغې چې د دې هېواد پر دوهم لوی ښار حلب یې ولکه ټینګه کړې وه، ونیو.

د وسله‌‌والو دغه چټک پرمختګ پر ولسمشر بشارالاسد چې په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې په قدرت کې د پاتېدو لپاره تر ډېره د روسیې او ایران پر ملاتړ متکي دی، یو لوی ګوزار بلل کېږي.

په واشنګټن انستیتوت کې څېړونکی آرون وای زلین وایي، د حما سقوط یوازې د یوه چټک یرغل زېږنده نه‌ده، بلکې هغه د دغه تهاجم د ځواک د دوام څرګندونه کوي.

د دولت مخالف وسله‌وال

حما د پلازمېنې دمشق د دفاع او د سوریې د بندري ښارونو لپاره دروازه بلل کېږي.

دغه ښارونه د علویانو شیعه فرقې چې په خپله اسد او ملاتړي یې پورې تړلي، مرکز دی.

د روسیې یوه هوایي اډه هم په سیمه کې پرته ده.

د ښاغلي زیلین په باور د یاغیانو دغه پرمختګ ښایي پر دمشق د هغوی د ولکې د ټینګېدو لپاره هڅې اسانه کړي.

د ایران د نیابتي او شیعه وسله‌‌والو ډلو کارپوه فیلیپ سمیت وایي، د حما سقوط په لوبه کې بدلون دی او د یاغیانو پرمختګ ښیي چې د اسد پوځي ماشین یوه پوسته ده.

د کارپوهانو په باور که‌‌څه هم په څه کم یوه اوونۍ کې دوه مهم ښارونه سقوط شوي، خو بشارالاسد تر اوسه د خپلې بقا په برخه کې له جدي ګواښ سره نه‌دی مخامخ.

د سوریې حکومتي ځواکونه چې له ټیټ مورال، کمې تنخوا او د قوماندې په سیسټم کې له ګډوډۍ سره مخامخ دي، تر اوسه د سوریې پر درېیم لوی ښار حمص او همدارنګه پلازمېنې کنټرول لري.

زیلین وویل، یاغیان به چې په جنوب کې د رژیم د اصلي سیمو پر لور پرمختګ کوي، له سخت مقاومت سره مخامخ شي.

په دې اړه نور: د سوریې د څلورم ستر ښار حماه په څنډو کې جګړو زور اخیستی

اسد د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې تر ډېره په تهران او مسکو تکیه کړې ده، خو دواړه پلازمېنې په اوس وخت کې په خپلو کړکېچونو ښکېلې دي.

ایران له ۲۰۱۳م کال راهیسې، د سپاه‌‌‌پاسداران انقلاب ځواک(IRGC) په سلګونه افسران ګمارلي چې لسګونه زره محلي او بهرني شیعه جنګیالي استخدام او روزنه ورکړي.

روسیې هم له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې له پوځ او ایران پلوه‌ملېشو سره له یاغیانو د سیمو د بېرته نیولو لپاره هوایي بریدونه کړي دي.

خو روسیه اوس د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او ایران هم د لبنان او فلسطینیانو د سیمو په ګډون په منځني ختیځ کې په نورو شخړو تمرکز کړی دی.