د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له لوري د نجونو پر طبي زدهکړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو غوښتنو او د نړیوالو فشار ته غوږ نه دی نیولی او د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته یې په افراطي ډول زور ورکړی.
دې همداراز ویلي چې طالبانو نجونې او ښځې له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له حضوره منع کړي او حتي دا اجازه یې ورڅخه اخیستې چې په لوړ غږ د خلکو په وړاندې خبرې وکړي.
امیري په یوه پیغام کې، چې تېره شپه یې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، د طالبانو نوې پرېکړې ته په اشارې لیکلي: "دا نوې تګلاره چې ښځې او نجونې له طبي انستیتیوتونو څخه منع کوي، د ښځو ژوند ته بشپړ ګواښ دی، ځکه چې هغوی له روغتیايي خدمتونو، او په تیره بیا میندې د ژوند ژغورنې له طبي پاملرنې څخه محروموي. دا غیرانساني او له منطق څخه لرې کار دی چې ښځو ته د طبي زدهکړو اجازه ورنهکړي او ښځې او نجونې د نارینه ډاکترانو لهخوا له درملنې څخه هم منع وي. دغه تګلاره په هرې مور، هر نا زیږېدلي ماشوم—که هلک وي که نجلۍ—او د افغانستان په راتلونکي باندې اغېزه لري."
د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر د دوشنبې په ورځ د خصوصي طبي انستیتیوتونو ريیسانو ته اعلان وکړ چې د دوی مشر امر کړی چې نور طبي انستیتیتونه د نجونو پر مخ بند کړي.