لیاقت: تر درملنې وروسته د معتادینو په لیدو بېرته معتاد شوی یم

له ارشيفه د يو معتاد انځور

د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی لیاقت له دوولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته په تېر جمهوریت کې کمانډويي عسکر و چې، د طالبانو له واک ته رسېدو سره وزګار شو او نشو ته یې مخه کړه.

لیاقت وايي، د وظیفې پر مهال ټولي ګټلې پیسې پر نشو ځنې ولاړې.

لیاقت چې نشو د سرمايې ترڅنګ روغتیا هم ځنې اخیستې زیاتوي چې، دا يې څووم ځل دی چې بستري کېږي، خو د خپلو پخوانیو ملګرو په لیدو سره يې ټوله درملنه هېره او بېرته معتاد شو.

دا چې لیاقت د اعتیاد له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخامخ شوی او لومړۍ نشه یې له څه‌‌‌شي څخه پیل کړې ده؟ په‌‌‌دې اړه یې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

د دې خبرو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

لیاقت: تر درملنې وروسته د معتادینو په لیدو بېرته معتاد شوی یم