ايلون ماسک په ملګروملتونو کې د ايران له سفير کتلي دي

ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک

ایلون ماسک چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې متحد دی، د واشنګتن او تهران ترمنځ د شخړو د کمېدو په نیت په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره کتلې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د یوې ایرانۍ سرچینې په وینا راپور ورکړ چې، امریکایي میلیارډر ایلون ماسک د نومبر په یوولسمه په ملګروملتو کې د ایران له سفیر سره څه باندې یو ساعت په یوه پټ ځای کې لیدلي دي.

دې ایرانۍ سرچینې چې ورځپاڼې یې نوم نه‌‌‌دی اخیستی، دا خبرې مثبتې ارزولې دي.

تر اوسه واک ته د ټرمپ د لېږدېدو ټیم او په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ دا غونډه نه‌‌‌ده تایید کړې.

د فرانس پریس اژانس په باور، که چېرته دا خبرې شوې وي، دا د دې څرګندونه کوي چې ډونالډټرمپ له ایران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې جدي دی او دا د ټرمپ په نوې اداره کې د ټسلا د شرکتونو او سپیس ایکس د څښتن ایلون ماسک د نفوذ بله نښه ده.