بريتانيا افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام بيا پيل کړ

ارشيف

افغان محصلانو ته د بریتانیا د "چیونینګ" په نوم د تحصلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.

د چیونینګ پر وېب‌‌پاڼه پرون په یوه بیان کې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.

د بیان له‌‌‌‌مخې، د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي.

وړاندې راغلي، چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کې وي، چې د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي.

د بیان له‌‌مخې، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولی شي د سږکال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.

بریتانیا په وږي/ سنبلې میاشت کې د نامعلومو دلایلو له‌‌‌مخې د چیونینګ تحصلي بورسونو لپاره د افغان محصلانو درخواستونه وځنډول.

چیونینګ د بریتانیا حکومت نړیوال تحصیلي پروګرام دی، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او همکارو بنسټونو له‌خوا تمویلېږي.