په پکتیا کې پرون چهارشنبې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د یوه کس د اعدامېدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر دغه اعدام غندلی او هغه یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دې دفتر په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دغه ډول سزاګانې سمدستي ودروي.
ملګروملتونو همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
طالبانو پرون چهارشنبه وویل چې د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یې یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، په عام محضر کې اعدام کړ.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر نوموړي د قتل په جرم د "قصاص" حکم عملي شو.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم پرون د دغه اعدام په وړاندې غبرګون کې په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف عمل وباله او د هغو د درېدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دا ډول سزاوې سمدستي ودروي.