د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د خپلې کابینې درې نور غړي نومولي دي

د ټرمپ له لوري نوي نومول شوي وزيران

هغه په کانګرس کې د فلوریدا استازی مټ ګېټز د خپل لوی څارنوال، سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او تولسي ګبارد د ملي استخباراتو د مشر په توګه نومولي دی.

ټرمپ تر دې وړاندې د دفاع وزارت او یوشمېر نورو ادارو لپاره هم خپل نوماند وزیران اعلان کړي دي.

د دفاع د وزیر په ګډون د هغه یوشمېر نومونو د راپورونو له‌‌مخې په واشنګټن کې خلک هک پک او اندېښمن کړي دي.

ټاکل شوې چې ډونالډټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه رسمي دنده پيل کړي.

هغه پرون په سپینه ماڼۍ کې له جوبایډن سره وکتل او د واک پر سوله‌ییز لېږد یې خبرې وکړې.