شمالي کوريا او روسيې د ستراتېژيکي ملګرتيا يوه موافقه لاسليک کړه

د شمالي کوريا او روسيې مشران

شمالي کوریا له روسیې سره د ستراتیژیکې ملګرتیا هغه موافقه تصویب کړه چې له‌‌مخې یې د دې هېواد ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوکراین پرضد په جګړه کې برخه اخیستلای شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن د دې موافقې چې په تېره جون میاشت کې د مسکو او پیونګ‌‌‌یانګ ترمنځ لاسلیک شوه، د تصویب خبر ورکړ.

په خبر کې راغلي دي چې، د دې موافقې مواد به هغه مهال پوره عملي شي چې دواړه خواوې یې لاسلیک شوې کاپي یو-بل ته وسپاري.

د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس یون‌هپ Yonhap راپور ورکړی چې، د روسیې ولسمشر دا سند مخکې لاسلیک کړی دی.

د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پرځای کېدو چې امریکا، ناټو، جنوبي کوریا او د اوکراین استخباراتو تایید کړي، داسې اندېښنې رامنځته کړې دي چې دا به د اسیا-پاسیفیک سیمه بې‌‌‌ثباته او د اوکراین جګړه به نور هم پراخه کړي.