نن د نومبر ۱۲مه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي څلورم تلین دی.
د هغه وژونکي لا تر اوسه نهدې پېژندل شوي او کورنۍ یې عدالت غواړي.
"چې ليک دې زده کړ مکتب کې دې اچوو، بيا به ځې درس به وايې او د پلار نوم بهدې روښانه کوې."د الياس داعي مور د هغې لور مهرباني ته په خطاب کې
۳۳ کلن الیاس داعي د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د نومبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.
د برید مسوولیت چا ونه مانه، خو د وخت حکومت او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد چې دوی هم هغه مهال هلمند کې پراخ حضور درلود ویلي وو، پهدې اړه څېړنې کوي، هغه څېړنې چې د داعي د کورنۍ د غړو په خبره هیڅ پرمختګ یې نهدی کړی.
د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي ازادي راډیو ته وویل: "موږ په وار وار له هغو سازمانونو او ادارو چې د خبریالانو په برخه کې کار کوي د الیاس داعي د وژونکو په اړه د تحقیق او د دوی د پېژندنې غوښتنه کړې، خو تر اوسه پهدې برخه کې هیڅ پرمختګ نهدی شوی."
د خبریالانو ملاتړو بنسټونو هم پهدې اړه په وار وار د څېړنو غوښتنه کړې.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل: "د شهيد داعي په څېر په لسګونه خبريالانو ځانونه د ژورنالېزم د ډګر لپاره قرباني کړل، خو له بدهمرغه د دوى د يوه دوسيه هم و نهڅېړل شوله، په تېر حکومت کې ژمنه شوې وه خو پرمختګ نه و شوى او ډاډه يم چې حاکمه ډله هم هيڅ لېوالتيا نهلري، زه فکر کوم بايد نړيوال را وبلو دې قضيې څېړلو ته."
Your browser doesn’t support HTML5
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پهدې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
هلمندیان وايي، الیاس داعي د دوی غږ و او په خپلو راپورونو کې يې تل د دوی رښتینې او لومړنۍ ستونزې بیانولې.
"الياس داعي يو له هغو اشخاصو و چې، زموږ د هلمند د خلکو غږ به يې اورېده، ستونزې به يې اورېدې او تر نړيوالو او چارواکو به يې رسولې.د هلمند يو اوسېدونکی
د هلمند یو تن اوسېدونکې چې موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته يې وويل: "الياس داعي يو له هغو اشخاصو و چې، زموږ د هلمند د خلکو غږ به يې اورېده، ستونزې به يې اورېدې او تر نړيوالو او چارواکو به يې رسولې. اوس د يې د تلين څلورم کال دى اوس په هلمند کې ډېر کم خلک يا بيخي په نشت حساب دى چې زموږ د هلمند د خلکو غږ واوري."
د الیاس داعي یوازنۍ نښه د هغه پنځهنیم کلنه لور مهرباني ده، چې په هلمند کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.
مهرباني لا ښوونځي ته د تګ شوې نهده، خو د حساب زدهکړه یې له خپلۍ نیا د الیاس داعي له مور مېرمن زرغونې سره پیل کړي دي، هغه چې هیله لري لمسۍ یې په تعلیم سره د خپل پلار نوم روښانه کړي.
مېرمن زرغونه مهرباني ته په خطاب کې وايي: "چې ليک دې زده کړ مکتب کې دې اچوو، بيا به ځې درس به وايې او د پلار نوم بهدې روښانه کوې."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د روانې لړم میاشتې په یوولسمه ویلي و، چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارمندان چې له ډلې يې شل تنه ښځینه وې، وژل شوي دي.
په دې اړه نور: يوشمېر خبريالان: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو معافيت لاهم دوام لريدې مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، له سزا څخه د معافیت د فرهنګ په وجه څه باندې۲۰سلنه دې قربانیانو عدالت نهدی ترلاسه کړی.
لهدې سره هممهاله بیا ملګروملتونو د خبریالانو په وړاندې جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي وو، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې له یو زرو اووه سوه ډېر خبریالان وژل شوي دي.
د دې سازمان د بیان پر بنسټ، د شاوخوا ۸۵سلنه خبریالانو د وژنې قضیې محکمو ته نه راجع کېږي.
په بیان کې د دې سازمان سرمنشي انتونيو ګوتېریش له حکومتونو غوښتي وو چې، د خبریالانو د خویندیتوب او د خبریالان پر وړاندې د جنایاتونو څېړنې دې وکړي او عاملانونو ته دې فوري سزاوې ورکړي.
راپور: عابده سپوږمۍ