اسراييل له حزب‌الله سره د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی

د اسراييل پوځ

د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر وايي، د لبنان له حزب‌الله ډلې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هڅو کې مشخص پرمختګ شوی.

جدعون سار پرون خبریالانو ته وویل چې اسراییل له متحدایالاتو سره په ګډه کار کوي او په‌‌دې برخه کې مشخص پرمختګ شوی.

خو هغه زیاته کړه چې په هرراز نوې موافقه کې باید داسې اجرايي مېکانېزم شامل وي چې، د اسراییل سرحد ته نژدې د حزب‌‌الله د پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو مخه ونیسي.

حزب‌الله چې متحدایالات یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني ویلي چې، د سولې کوم وړاندیز یې نه‌دی ترلاسه کړی او زیاتوي چې که اړتیا وي، نو له اسراییلو سره اوږدې جګړې ته چمتو ده.

د ولسمشر جوبایډن ادارې له څو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د اسراییل او حزب‌‌الله ترمنځ سوله وکړي او داسې راپورونه هم وو چې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی اموس هوشتاین ښايي په راتلونکو ورځو کې بیا سیمې ته ستون شي.