هلوټرست: افغانستان کې له ۶۵ کيلومتره مربع ډېرې ساحې په ماينونو پوښل شوي

له ارشيفه د يو ماين‌پاک انځور

د هلوټرست په نوم د ماین پاکۍ مؤسسه وايي چې، په افغانستان کې اوس‌‌‌مهال هغه ساحې چې ماینونه په‌کې دي، له ۶۵ کیلومترو مربع اوړي.

په‌‌داسې حال کې چې نژدې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال په پای کې دا ساحې ۵۳ مربع کیلومتره وې.

دې مؤسسې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا ساحې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي او وايي دا هغه پرله‌‌‌پسې ګواښ ښيي چې ملکي افغانان ورسره مخامخ دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې، اوس‌‌‌مهال د نړۍ شپېته هېوادونه او قلمروونه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

ماینونو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د افغانانو ژوند ګواښلی او په‌‌دې ترڅ کې د ماین پاکۍ مؤسسو تل په افغانستان کې فعالیت کړی، خو تر اوسه هم په‌‌دې نه‌‌‌دي توانېدلي چې ټول هېواد له ماینونو څخه پاک کړي.