د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر راتلونکې چهارشنبه ايران ته سفر کوي

د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي

ټاکل شوې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د ایران دولتي رسنیو پرون یک‌شنبه راپور ورکړی، چې ګروسي د چهارشنبې په ورځ ایران ته ځي.

ګروسي تېره اوونۍ ویلي وو، چې ښايي په راروانو ورځو کې د ایران پر لانجمن اټومي پروګرام د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

ایران خپل اټومي فعالیتونه وروسته له هغې زیات کړل، چې واشنګټن په ۲۰۱۸م کال کې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له هغې اټومي موافقې ووت چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

د موافقې له‌‌مخې د نړیوالو بندیزونو کمېدو په باب کې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.

ټرمپ هغه وخت ویلي وو، دغه موافقه د اټومي ځواک له ترلاسه کولو د تهران د راګرځولو لپاره کافي نه‌ده او هغه یې تر ټولو بده موافقه بللې وه.

ایران په وار- وار ویلي چې اټومي پروګرام یې ملکي اهداف لري.