د سعودي عربستان لوی درستيز په يو ناڅاپي سفر تهران ته رسېدلی

د محمد باقري او فياض بن حميد الرويلي ليدنه

د سعودي عربستان لوی درستیز فیاض بن حمید الرویلي د یک‌شنبې په ورځ تهران ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې له خپل ایراني سیال محمد باقري سره وکتل.

د ایران د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې، دوی د دفاعي ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

د ایراني رسنیو په حواله، باقري تېر کال د سعودي له دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان آل سعود سره د سیمه‌ییزو تحولاتو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

الرويلي د سعودي عربستان دویم لوړرتبه چارواکی دی چې د ایران او سعودي د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو له موافقې وروسته تهران ته سفر کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې ایران ته سفر کړی و.

تهران او ریاض تر اووه کلونو وروسته د چین په منځ‌ګړیتوب د تېر کال په مارچ کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل موافقه وکړه.