د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، د اوکراین جګړه دې نه شدیدوي.
واشنګټن پوست پرون یکشنبه د یوشمېر سرچینو پر بنسټ، چې نومونه یې نهدي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې سره کړې دي.
ټرمپ د نومبر په شپږمه، په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.
د راپور لهمخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې "د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو" په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.
وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.
د امریکا او روسیې رسمي سرچینو پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ډونالډټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي، که ولسمشر شي په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسوي، خو دا چې څنګه، جزیات یې لا معلوم نهدي.