ايران د زاهدان په زندان کې يو بندي افغان اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «حال‌وش» اعلان کړی چې ایراني چارواکو د زاهدان په زندان کې یو افغان بندي اعدام کړی دی.

د حال‌وش د راپور پر اساس د دغه افغان نوم محمد نبي پوپل زهي یاد شوی.

دغه ۲۸کلن افغان د مخدره موادو سره تړلو جرمونو په خاطر اعدام شوی.

سږ کال ایران کې د افغانانو اعدام د پام وړ زیات شوی.

په زاهدان کې د دغه افغان په اعدام سره تر دې دمه د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو اوسلو مېشتي سازمان خبر ورکړی و، چې ايران اکتوبر میاشت کې ۱۶۶ تنه اعدام کړي چې ۱۳ یې افغانان وو.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ایران تورنوي چې د تورنو د دوسیو د رسیدګۍ پروسه يې عادلانه نه‌‌‌ده او اکثر بندیان مدافع وکیلانو ته لاس‌رسی نه‌لري.