امريکا يمن کې د حوثي ياغانو د وسلو پر ګودامونو د بريدونو خبر ورکړی

پر يمن د امريکا د هوايي بريد يو انځور

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې، د دغه هېواد جنګي الوتکو د شنبې په شپه په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له‌مخې، د بریتانیا پوځي الوتکو هم په‌دې عملیاتو کې ګډون کړی دی.

په‌‌دې سلاکوټونو کې راز راز وسلې ساتل کېدې او له هغو څخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د پوځي او ملکي بېړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستل کېده.

دا معلومات پینتاګون د فرانسې خبري اژانس ته ورکړي دي.

المسیره تلوېزیوني چاینل چې د حوثیانو له‌خوا اداره کېږي، راپور ورکړی چې درې هوايي بریدونه د امریکایي او بریتانیايي ځواکونو له‌‌خوا د یمن د پلازمېنې صنعا په جنوب کې د السبعین په سیمه کې شوي دي.

المسیره ته شاهدانو ویلي، د پلازمېنې صنعا په بېلابېلو برخو کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.

امریکا او بریتانیا په سور سمندرګي او عدن خلیج کې پر بېړیو د یاغیانو د بریدونو په غبرګون کې له جنورۍ راهیسې څو ځله په یمن کې د حوثیانو په هدفونو بریدونه کړي دي.