طالبانو په اذربايجان کې د اقليمي بدلون کنفرانس کې د خپل پلاوي د ګډون خبر ورکړی

ارشيف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د طالبانو یو پلاوی به د اذربایجان په پلازمېنه کې د ملګروملتونو په کوربه توب د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې ګډون وکړي.

عبدالقهار بلخي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو پلاوی به په‌دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ په باکو کې پیلېږي، ګډون وکړي.

د اژانس د هغه راپور له‌مخې چې د شنبې په ورځ خپور شو، دا لا څرګنده نه‌ده چې د طالبانو پلاوی به په کومه کچه ګډون وکړي.

افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی.

طالبان تر دې مخکې په مصر او متحده عرب اماراتو کې د ملګروملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون غونډو ته نه وو وربلل شوي.

د فرانسې خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، چې د طالبانو یو پلاوی به د باکو په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.

تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو اذربایجان یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

اذربایجان د روان کال په فبرورۍ کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست.