طالبان: تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکيې ايستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي

ترکيه کې افغان کډوال - ارشيف

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت نن یک‌شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، ۳۲۵ افغان کډوال د جمعې او شنبې په ورځو (د لړم پر ۱۸مه او ۱۹مه) له استانبول څخه ایستل شوي او د هوا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

وړاندې ویل شوي، چې ځینو افغانانو قانوني اسناد هم لرل، خو ځینې بې‌اسناده وو.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د بې‌اسنادو مهاجرو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو له‌مخې د ترکیې پولیسو په وږي/ سنبلې میاشت کې شا و خوا ۶۰۰ افغان کډوال له نیول کېدو وروسته په استانبول کې د اخراج مرکزونو ته انتقال کړل.