د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا لهمخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لهخوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.
د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.
دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.
که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نهدی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.
ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.