ايلون مسک اوکراين سره د سټارلينک سپوږمکيو له لارې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې

ايلون مسک

د راپورونو له‌مخې د سپیس ایکس او د ټیسلا کمپنیو بنسټ ایښودونکی ایلون مسک د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال حاضر و.

د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې پرون جمعه د نوامبر په اتمه له فرانس پرس اژانس سره خبرې کولې تایید کړه چې، ایلون مسک په‌دې خبرو کې حاضر و.

ميلیارډر مسک د دې ټیليفوني خبرو په جریان کې وویل چې، دی به د خپلو سټارلینک سپوږمکیو له لارې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

زیلینسکي له مسک څخه د سپوږمکۍ انټرنیټي وسایلو په‌خاطر چې د اوکراین سرتیري ورڅخه کار اخلي، مننه وکړه.

د اوکراین ولسمشر هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ټرمپ وویل چې د اوکراین ملاتړ به کوي، خو نور جزیات یې ورنه‌کړل.

مسک چې د ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین د ملاتړ لپاره ميلیونونه ډالر ورکړي او له هغه سره څو ځلې په عام محضر کې راڅرګند شوی، له اوکراین سره د امریکا د پوځي ملاتړ په اړه یې ځینو څرګندونو کیف په غوسه کړی دی.